د آسکر ايوارډ لپاره نامزد شوې پاکستانى فلم اے ګرل ان دا ريور نمائش به د وزيراعظم هاوس کښې کيږى

0
486

د آسکر ايوارډ  لپاره نامزد شوې پاکستانى فلم اے ګرل ان دا ريور نمائش به دوه ويشتمه فرورۍ باندې وزيراعظم هاوس اسلام آباد کښې کيږى

سر ښار اسلام آباد کښې آسکر ايوارډ يافته پاکستانى فلم سازى شرمين عبيد چنائے وزيراعظم نواز شريف سره پى ايم هاوس کښې ملاقات اوکړو
په دې موقع وزيراعظم اعلان اوکړو چې د شرمين عبيد چنائے نوى فلم اے ګرل ان دا ريور خصوصى نمائش به دوه ويشتمه فرورى باندې وزيراعظم هاوس اسلام آباد کښې کولې شى
ملاقات پرمهال د وزيراعظم نواز شريف وينا وه چې د غيرت په نوم د قتل کولو ګنجائش اسلام کښې نشته او دا رسم د اسلام تعليماتو خلاف دې
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې حکومت د غيرت په نوم قتل مخ نيوى لپاره هر ممکن اقدامات شروع کړيدى
هغه زياته کړه چې زمونږ دين اسلام زنانو ته د ټولو نه مخکښې د حقونو ورکولو هدايت کړې او دا چې د دې غير اسلامى رسم ختمولو لپاره قانون سازى جارى ده
 
حصہ