د دهشت ګردۍ ناسور ختمولو لپاره به پاکستان،افغانستان او هند له نور هم اقدامات پورته کول وى

0
18

امريکې خارجه محکمې وئيلې دى چې ترهه ګرۍ مخ نيوى کوششونو سلسله کښې پاکستان سره په شريکه کار کوؤ ولې د دهشت ګردۍ ناسور ختمولو لپاره به  پاکستان،افغانستان او هند له نور هم اقدامات پورته کول وى

واشنګټن کښې خپل هفته وار پريس بريفنګ په وخت د خارجه محکمې وياند مارک ټونر وئيلې دى چې د شرخوښو خلاف د پاکستان کاروايو په حواله امريکې په هر فورم د خپل تحفظات اظهار کړېدے او دې سلسله کښې اسلام آباد انتظاميې له نور اقدامات پورته کول پکار دى
د هغه وينا وه چې د سيمې امن او استحکام لپاره به پاکستان،افغانستان او هند سره په ګډه کار کول وى ځکه چې دې درې واړو هيوادونو کښې د ترهه ګرو محفوظې ټهکانې موجود دى او دغه ترهه ګر وخت په وخت  په نورو ملکونو حملے کوى
مارک ټونر دا هم اوئيل چې د سيمې امن او امان په ځائې کولو لپاره پاکستان او هند له خپل سيکيورټى مسائل حل کول پکار دى
هغه زياته کړه چې د دهشت ګردو جرړې ختمولو او سيمې استحکام لپاره به علاقائى هيوادونو سره رابطې برقرار ساتو او د دوى په صلاحيتونو کښې به اضافه هم کولے شى
 
حصہ