فلوريډا نائټ کلب ډزو کښې دوه کسان مړه او يو شمير ژوبل شوي

0
15
 د  امريکې فلوريډا رياست  کښې په نائټ کلب کښې ډزې شوي دي چې پکښې تر دې دمه دوه کسان مړه او يو شمير ژوبل شوي دي
غير ملکي خبري ايجنسۍ ترمخه د امريکې فلوريډا  رياست فور ميئرز سيمه کښې په نائټ کلب کښې ډزې شوي دي چې پکښې دوه کسان وژلے  شوي 
د پېښې ورستو پوليس سيمې ته راتلونکي لارې بندې کړي دي او په خواؤشاه سيمو کښې لټوني عمليات پيل کړي دي
پوليس وائي چې حمله کوونکي د نائټ کلب په پارکنګ کښې ډزې کړي دي او حمله کوونکے نائټ کلب ته د دننه تلو کوشش کولو 
د پېښې ورستو ژوبل شوي کسان اسپتال ته منتقل کړې شوي دي او وئيلے کيږي چې په ژوبل کسانو کښې د بعضو حالت مرګونے ښودلے کيږي

 

حصہ