وزيراعظم نوازشريف د خپل چينی هم منصب لی کی چيانګ سره ليدلی دی

0
23

ملګرو ملتونوجنرل اسمبلې سالانه اجلاس پۀ سائيډلائن وزيراعظم نوازشريف د خپل چينی هم منصب لی کی چيانګ سره ليدلی دی چې پۀ دوه اړخيزه اړيکو ، علاقائی او نړيوال صورتحال بشمول د شريکې دلچسپې پۀ مختلفو معاملو خبرې کړيدې، چين يو وارې بيا د کشمير پۀ شخړه د پاکستان د اوصولی موقف حمايت کړيدی
نيويارک کښې د وزيراعظم او نوازشريف او د چين وزيراعظم لی کی چيانګ ترمينځ ملاقات شوې چې پکښې دوه اړخيزه اړيکو او علاقائې او نړيوال سيکيورټی حالاتو باندې خبرې شويدې
ملاقات کښې د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان مستقل مندوبه ډاکټر مليحه لودهی، معاون حصوصی طارق فاطمی او مشير خارجه سرتاج عزيز بشمول يو شمير چاواکو ګډون اوکړو
ملاقات پرمهال وزيراعظم نوازشريف مقبوضه کشمير صورتحال څخه چينی قيادت خبر کړو ، دغه رنګ د چين وزيراعظم لی کی چيانګ د کشمير پۀ کشاله د پاکستان د اوصولی موقف حمايت اوکړواو وې يل چې ګوادر بشمول ټول پاکستان کښې د تعليم او صحت بشمول مختلفو شعبو کښې به تعاون جاری ساتی
ددې وروستو وزيراعظم نوازشريف د کشمير پۀ شخړه د پاکستان د موقف حمايت کوؤلو باندې د چين شکريه ادا کړه او وې ويل چې پاکستان او چين آئرن برادرز دې
وزيراعظم نوازشريف د دوانړو هيوادونو پۀ تعلقاتو د اعتماد اظهار اوکړو او وي ويل چې پاکستان پۀ سيمه کښې د امن او استحکام لپاره پرعزم دې او داچې نيوکلئير سپلائرز ګروپ کښې د پاکستان موقف حمايت کوؤلو باندې هم د چين د حمايت شکريه اد کوؤ

حصہ