امريکنى صدر براک اوبامه په ايران د بنديزونو توسيع په حواله په بل لاس ليک نه دې کړے

0
9

امريکنى صدر براک اوبامه په ايران د بنديزونو توسيع په حواله په بل لاس ليک نه دې کړے او د خپل دستخط نه بغېر ئې دا د قانون برخه جوړولو فيصله کړېده
امريکنى خبرى ادارو ترمخه براک اوبامه په تهران انتظاميې بنديزونو کښې د لس کاله سيوا والى په حواله په بل لاس ليک نه دې کړے
خبرې ادارې وائى چې وائټ هاؤس امکان څرګند کړې وو چې صدر اوبامه به په دغه بل دستخط وکړى او په دې د زيارت په شپه لاس ليک کول ضرورى وو ولې د صدر لخوا د دې بل منظورۍ بغېردغه مهلت ختم شوېدے
د وائټ هاؤس پريس سيکټرى جوش ارنسټ لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلې شوى دى چې صدر اوبامه د خپل دستخط کولو نه بغېر دا بل د قانون برخه جوړولو فيصله کړېده
خبرى ادارې زياتوى چې اوبامه په ايران د بنديزونو غزولو په حق کښې نه وو او هغه د سينټ او ايوان نمائندګان په دغه اقداماتو د ناخوښۍ اظهار هم کړې وو
تهران انتظاميې هم د امريکې ايوانونو په دغه اقدام د خفګان او تشويش اظهار کړې وو او دا ئې د ايران او نړى وال طاقتونو ترمينځه په جوهرى معاهدې شوې لوظنامې خلاف ورزى ګرځولې ده

حصہ