پاکستان تل د هند سره د ټولو مسئلو د حل لپاره خبرو اترو عمل ته اهميت ورکړيدے

0
311

د خارجه دفتر ترجمان نفيس زکريا وئيلى دى چې هند دې د کشمير معامله سنجيدګۍ سره واخلى ،او دا چې پاکستان تل د هند سره د ټولو مسئلو د حل لپاره خبرو اترو عمل ته اهميت ورکړيدے
دا خبرې د خارجه دفتر ترجمان نفيس ذکريا د هند يو خبرى ايجنسۍ سره د انټرويو پرمهال کړيدى
د نفيس زکريا وينا وه چې هند سره د پاکستان پرضد هيڅ قسمه ثبوت نشته او ورځ تربله صرف تورونه لږوى
نفيس ذکريا اووئيل چې د هند نيولې شوې رايجنټ کلبهوشن ياديو ترهه ګرو سره د مرستې پخلې هم کړيدې ولې هند پرې بيا هم سترګې پټې کړيدى
ترجمان دفتر خارجه دا هم اووئيل چې هند د مذاکراتو نه بچ کيدو لپاره د پټهان کوټ پېښه د بهانې په طور استعمالوى
نفيس زکريا زياته کړه چې دې نه وړاندې پاکستان کښې کيدونکې د نومبر مياشت سارک کانفرنس هم د هند د هټ دهرنۍ لوجې د ځنډ ښکار شوې وو
ترجمان مخکښې زياته کړه چې سارک کانفرنس د سياست لپاره نه بکلې خطه کښې د امنيت ښه کولو لپاره وو

حصہ