قندهار او هلمند کښې بمي چاودنې شويدي چي پکښې درنه مرګ ژوبله اوړيدلې ده

0
31

د افغانستان قندهار او هلمند ولايتونو کښې بمي چاودنې شويدي چي پکښې درنه مرګ ژوبله اوړيدلې ده
افغانستان کښې پرله پسې د بمي چاودنو پيښې مخې ته راغلې او تازه چاودنه قندهار ولايت کښې د ګورنر دفتر کښې شويده چي پکښې د قندهار ګورنر همايون عزيزي او د هغوي اسسټنټ ژوبل شويدي
پيښه کښې د نورو کسانو د ژوبل کيدو هم اطلاعات مخې ته راغلې ده کوم چي نيزدې هسپتالونو ته منتقل کړې شويدي
بلخوا دهلمند ولايت لشکر ګاه سيمه کښې د افغان استخبارتي ادارې اين ډي ايس دفتر سره نيزدې هم ځانمرګي بريد شوي چي پکښې لږ تر لږه اوه کسان مړه او يو شمير کسان ژوبل شوي هم دي او هلمند ولايت پوليس چيف آقا انور لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چي د ځانمرګي بريد هاغه وخت اوکړې شوي که چي د اين ډي ايس چارواکو او ځيني طالب وسله والو ترمينځه غونډه روانه وه کوم چي د سولې عمل کښې د شامليدو خواهشمند وو بريد کښې اووه کسان پحق رسيدلې دي چي پکښې سيکيورټي اهلکار هم شامل دي ،آقا نور زياته کړيده چي مړه شوي کسانو کښې ځني طالب وسله وال هم شامل دي د دې ترڅنګ پاکستان د افغانستان سرښار کابل او نورو ښارونو کښې شوي ترهه ګر بريدونو په سختو ټکو کښې غندنه کړيده او په يادو پيښو کښي شوي ځاني زيان باندي ئي د افسوس اظهار کړيدې

حصہ