کابل کښې دوه ځانمرګي بمي چاودنې شويدي چي پکښې لږ تر لږه دوه ديرش کسان پحق رسيدلې

0
14

کابل کښې دوه ځانمرګي بمي چاودنې شويدي چي پکښې لږ تر لږه دوه ديرش کسان پحق رسيدلې او اويا ژوبل شوي چي پکښې د اين ډي ايس کابل څانګې مشر او د هغه نائب هم شامل دي
د خيبر نيوز افغانستان نمائنده ترمخه سرښار کابل کښې د درالامن محل سره نيزدې وړومبې يو خودکش بمبار ځان په بارودې موادو والوځولو چي سمدستي وروستو ئي يو موټر بمي چاودنه هم اوشوه
دوانړه چاودنه کښې حکومتي چارواکو او سيکيورټي اهلکارو ته درنه مرګ ژوبله اوړيدلې ده او ځائي چارواکې پيښه کښې د دوه ديرش کسان پحق رسيدو او اوويا ژوبل کيدو پخلې کړيدې
سرچينې وائي چي مړه شوي کسانو کښې د افغانستان استخباراتي ادارې اين ډي ايس کابل څانګې مشر او د هغه نائب هم شامل دي، دغه رنګ ګنړ شمير کښي سيکيورټي چارواکې هم پيښه کښې پحق رسيدلې دي
ځائي چارواکې زياتوي چي چاودنه کښي ژوبل شوي کسان په سمدستي توګه نيزدې هسپتالونو ته منتقل کړې شويدي چي پکښي د ځيني حالت مرګونې ښودلې کيږي

حصہ