افغانستان کښې شوې بم حمله کښې د متحده عرب اماراتو پينځه سفارتکار مړه شوى

0
10

متحده عرب اماراتو په يو سرکارى بيان کښې وئيلى دى چې پرون د افغانستان قندهار ولايت کښې شوې بم حمله کښې د دوى پينځه سفارتکار مړه شوى دى
تيره ورځ قندهار ، کابل او هلمند ولايتونو کښې دهشتګرد حملې شوې وې چې پکښې پنځوسو نه سېوا تنان مړه او خواؤشاه سل ژوبل شوى وو
قندهار کښې د سرکارى ګيسټ هاؤس بهر بم دهماکه شوېده چې پکښې کم نه کم يوولس تنه مړه او څوارلس ژوبل شوى دى
مړو او ژوبل د متحده عرب اماراتو سفارتى عمله او د افغانستان اعلى چارواکى شامل دى
متحده عرب اماراتو يو سرکارى بيان کښې تصديق کړېدے چې وژلے شوؤ تنانو کښې د دوى د سفارت پينځه تنه شامل دى
افغان چارواکى وائى چې مړو تنانو کښې د پارليمان دوه غړى باز محمد جوزجانى او سراج الدين سفرى هم شامل دى
متحده عرب اماراتو د دې حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړې او وئيلى دى چې سفير او نوره عمله د ډوډۍ يو دعوت له دغې ګيسټ هاؤس ته تلى وو
سرښار کابل کښې پارليمان سره نزدې دوه بمى چاودنې شوى دى چې پکښې کم نه کم اته ديرش تنه مړه او اتيا ژوبل شوى دى
دهماکې هغه وخت وشوې کله چې د چهټۍ ټائم له وجې پارليمان نه بهر ډير رش وو
افغان ذرائع وائى چې مړو او ژوبل تنانو کښې زيات شمير پارليمان کښې د کار کوونکو اهلکارو دے ،مړو تنانو کښې يو اعلى سيکيورټى اهلکار هم شامل دے
هرات ولايت سره تعلق لرونکى د پارليمان يو ممبر هم حمله کښې ژوبل شوېدے
افغان چارواکى وائى چې اول د پارليمان لوئے دروازې سره نزدې سرتيره بم حمله وشوه او د دې ورستو يوه کار بم دهماکه هم شوېده
طالبانو د کابل دهماکو ذمه وارى په سر اخيستې ده
دې نه وړاندې د هلمند سرښار لشکرګاه کښې هم يوه سرتيره بمى حمله شوېده چې پکښې کم نه کم اووۀ تنه مړه او شپږ ژوبل شوى دى
سيکيورټى اهلکار وائى چې سرتيره بم حمله په ګيسټ هاؤس شوېده ، دغه ګيسټ هاؤس د انټيلى جنس اهلکارو استعمال کښې وو
صدر اشرف غنى د دهشتګرد حملو په سختو ټکو کښې غندنه کړېده او وئيلى دى چې حمله کوونکى به د حکومت د ګرفت نه بچ نشى
بلخوا پاکستان هم کابل او قندهار کښې په دهشت ګرد حملو او دې کښې شوې ځانى زيان باندې خفګان څرګند کړېدے

حصہ