راحيل شريف د اسلامى هيوادونو پوځى اتحاد مشر جوړيدو لپاره اين او سى اخستو لپاره رابطه نه دې کړې

0
22

د پوځ پخوانى مشر راحيل شريف د اسلامى هيوادونو پوځى اتحاد مشر جوړيدو متعلق نه خو حکومت خبر کړېدے او نه ئې اين او سى اخستو لپاره رابطه کړېده،سينټ غونډې ته د وزير دفاع خواجه آصف وضاحتى بيان بلخوا مشير خارجه سرتاج عزيز وئيلې دى چې جنرل ريټائرډ راحيل شريف ته سعودى واکمنو لخوا هيڅ قسمه داسې وړانديز نه دې شوے
د چيئرمين ميا رضاربانى مشرۍ کښې شوې د سينټ غونډې پرمهال وزير دفاع خواجه آصف د ريټائرډ جنرل راحيل شريف د اسلامى هيوادونو پوځى اتحاد مشر جوړيدو په معامله پاليسى بيان ورکړېدے
د هغه وينا وه چې راحيل شريف ته د سعودى عرب شاهى خاندان لطرفه د عمرې بلنه ورکړې شوې وه او هغه عمرې له د تلو په حواله اجازت غوښتې وو
خواجه آصف اووئيل چې د قانون ترمخه ريټائرډ پوځى آفسر ته د ملازمت لپاره د اين او سى ضرورت وى ولې پخوانى آرمى چيف د اسلامى ملکونو اتحاد مشر جوړيدو په حواله جى ايچ کيو يا وزارت دفاع ته څه قسمه درخواست نه دې ورکړے شوې
ياده دې وى چې څو ورځې وړاندې خواجه آصف د يو نجى نيوز ټى وى پروګرام کښې خبرو پرمهال تصديق کړې وو چې راحيل شريف د نهـ ديرش اسلامى ملکونو د پوځى اتحاد مشر جوړ کړې شوېدے
خواجه آصف دا هم وئيلى وو چې راحيل شريف دا فيصله حکومت په اعتماد کښې اخستو وروستو کړېده او دا چې په دې معامله څه وخت راهسې غور روان وو
بلخوا مشيرخارجه سرتاج عزيز سينټ ته وينا په وخت وئيلى دى چې پخوانى آرمى چيف ته د سعودى عرب حکومت لخوا هپڅ قسمه داسې وړانديز نه دې شوے

حصہ