دشهباز شريف په مشرۍ کښې پنجاب کښي د صحت صورتحال خوالي سره غونډه شوي

0
12

د پنجاب وزيراعلي شهباز شريف په مشرۍ کښې پنجاب کښي د صحت صورتحال خوالي سره اعلي پائي غونډه شوي چي پکښي پنجاب کښي د هيلت کئير سسټم بهترۍ لپاره د روانو اقداماتو جاج اخستے شوے دے
د شهباز شريف په مشرۍ کښي شوي غونډه کښي د آغا خان پوهنتون مشر جوهانس تهيورډوس کډ زيرسکي په شمول د صحت صوبائي وزير خواجه عمران نذير او نورو اعلي چارواکو هم ګډون کړے اووزيراعلي پنجاب سره ئي د صحت نظام ټهيک کولو په اړه خبري اتري کړي دي
د غونډي پر محال شهباز شريف وئيلي دي چي د صحت بهتر سهوليات د اولس بنيادي حق دے او اولس ته د ښه صحت سهوليات ورکولو لپاره به پنجاب حکومت هر ممکن کوشش کوي، پنجاب حکومت به د صحت نظام ښه کولو لپاره د آغا خان يونيورسټۍ هسپتالونو نه استفاده کوي
په دغه موقع د آغا خان يونيورسټي مشر تهيورډوس کډ زيرسکي هم اووئيل چي د پنجاب حکومت لخوا د صحت په مد کښي د تعاون کولو هرکلے کوي او هغوي د صحت په مد کښي د پنجاب حکومت هر ممکن مدد ته تيا ردي

حصہ