دعبدالاکبر خان جنازه پلارنۍ سيمه مردان کښې ادا کړے شويده

0
28

د پيپلزپارټۍ غړې اود خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخوانې سپيکر عبدالاکبر خان پحق رسيدلے دے ، د خدائے بښخلى جنازه پلارنۍ سيمه مردان کښې ادا کړے شويده
عبدالاکبر خان د ډېرې مودې راهسې د دماغو، بلډ پريشر او د شوګر په رنځونو کښې اخته وو
د خېبرپښتونخوا پخوانې سپيکر عبدالاکبر خان د سياسي سفر نورلس سوه اوويايم کښې پيل کړې وو او نورلس سوه اته اتيايم کښې ډپټى سپيکر او نورلس سوه درې نوى کښې سپيکر منتحب شوې وو
کال دوه زره اتم عام ټاکنو کښې عبدالاکبر خان د صوبائي اسمبلۍ حلقې اوويويشتمې نه منتخب شوې وو، مرحوم وکالت کښې هم ډګرى ترلاسه کړې وه
د پخواني سپيکر خيبر پختونخو اسمبلى عبدالاکبر خان په مړينه قامي اسمبلۍ کښې د مخالفو ډلواو د پيپلزپارټۍ مشر سيدخورشيد شاه ، د سينيټ چئيرمين ميارضاربانى او سينيټر اعتزاز احسن پشمول د نورو سياسي ګوندونو مشرانو هم د سخت خفګان څرګندونه کړې

حصہ