دپيپلزپارټۍ غړې عبدالاکبر خان پحق رسيدلے دے

0
15

د پيپلزپارټۍ غړې او پخوانې سپيکر خېبرپښتونخوا اسمبلى عبدالاکبر خان پحق رسيدلے دے ، د ارواښاد جنازه به ماسخپخين درې بجے پلارنۍ سيمه مردان کښې ادا کيږى
عبدالاکبر خان دماغ، بلډ پريشر او د شوګر بيمارو کښې د څه مودې راهسې مبتلا وو او د جنازې مونځ به ئې ماسپخين درې بجے پلارنۍ سيمه مردان کښې ادا کولے شى
پخوانې سپيکر خېبر پختونخوا اسمبلى عبدالاکبر خان د سياست آغاز نورلس سوه اويا کښې کړي وو او نورلس سوه اته اتيا کښې ډپټى سپيکر او نورلس سوه درې نوى کښې سپيکر منتحب شوې وو
دوه زره اته عام ټاکنو کښې عبدالاکبر خان پى کے اووه ويشت نه ايم پى اے منتخب شوې وو، ارواښاد په وکالت کښې هم ډګرى حاصل کړى وه
د پخوانى سپيکر خيبر پختونخو اسمبلى عبدالاکبر خان په مرګ د خورشيد شاه ، ميارضاربانى او اعتزاز احسن پشمول يو شمير سياسى پارټيانو مشرانو د خفګان اظهار کړيدے

حصہ