د موسمياتو محکمے ملک کښې د نورو بارانونو او ووري وريدو پيشګوئي کړېده

0
17

د موسمياتو محکمے ملک کښې د نورو بارانونو او ووري وريدو پيشګوئي کړېده او وئيلي دي چې رواني هفتے دوران په ميداني علاقو کښې بارانونو ترڅنګ په غريزو علاقو کښې د ووري وريدو امکان دے
د موسمياتو محکمے له لوري جاري شوي بيانيه کښې وئيلي شويدي چې د مغربي هواګانو يو فعاله سلسله به د جمعے په ورځ د بلوچستان په لاره ملک ته را داخليږې چې ورستو به ئې د جمعے د ورځے د بلوچستان په مختلفو علاقو کښې د باران او ووري سلسله شورو کيږې
دغه رنګه د اتوار نه تر د شورو ورځي پوري اسلام آباد، بالائي پنجاب، جنوبي پنجاب ، خيبرپښتونخوا ، فاټا او ګلګت بلتستان کښې هم د باران او په غرونو د ووري وريدو امکان دے
بيانيه کښې دا هم وئيلي شويدي چې ملک د بارانونو او ووري وريدو ورستو به په ملک کښې د يخنۍ په شدت کښې نوره هم اضافه کيږې او زياته کړې شويده چې راتلونکي شوا روز دوران به په ملک کښې موسم اوچ او د يخنۍ شدت برقرار وي

حصہ