د پاکستان او آسټريليا ترمينځه به يو ورځنى ميچ سباله برسبين کښې لوبيږ

0
17

د پاکستان او آسټريليا ترمينځه به د پنځه يو ورځنى ميچونو اولنې ميچ به سباله برسبين کښې لوبيږى ،ميچ به د پاکستان وخت مطابق سحر اته نيمې بجے شروع کيږى
د پاکستان او کوربه ټيم آسټريليا ترمينځه به د ون ډے سيريز وړومبې ميچ سباله د برسبين په ميدان لوبيږى، کوم لپاره چې قامى ټيم بهر پور تياريانې کړيدى
د ون ډےټيم کپتان اظهر وئيلى دى چې لوبغاړو د ټيسټ سيريز بيلات د زړه نه ويستلے او يو نوى سوچ سره به ميدان ته راوځى
کپتان اظهر على دا هم وئيلى دى چې د سرفراز احمد وطن ته واپسۍ تګ ټيم لپاره ډيره د نقصان خبره ده ولې اميد ئې څرګند کړيدے چې د هغه متبادل وکټ کيپر به د سرفراز د کمى پوره کولو بهر پور کوشش کوى
دې سره سم د آسټريليا ټيم کپتان اسټيون سمتهـ هم دعوى کړے چې ټيم ئې څنګه ټيسټ سيريز کښې کاميابى ترلاسه کړى هم داشان به ون ډے ميچونو کښې هم برې ترلاسه کوى
بلخوا د قامى ټيم نائب کپتان او وکټ کيپر سرافراز احمد د خپلې مور بيمارۍ زياتيدو لوجې وطن ته واپس رارسيدلے دے

حصہ