سپريم کورټ رجسټرۍ کښې دغير معياري تيلواو شودو خرڅولوازخود نوټس کيس اورونه شوي

0
5

دلاهور هائيکورټ سپريم کورټ رجسټرۍ کښې په يوټيليټي سټورونو کښي د غير معياري تيلواو شودو خرڅولو ازخود نوټس کيس اورونه شوي او چيف جسټس ثاقب نثارد سيکرټري صنعت او پيداوار او ايم ډي يوټيليټي سټورز نه په لسو ورځو کښي دغير معياري څيزونو فهرست اورپورټ غوښتلے دے
داز خود نوټس کيس اورونه د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کښې شوي او د يوټيليټي سټور ايم ډي او د صنعت او پيداوار سيکرټري عدالت ته وړاندي شوي او رپورټ ئي وړاندي کړے چي په سهيل او حفيظ برانډغوړو ئي بنديز لګولے دے او راتلونکي کښې به يوټليټي سټورونو کښي برانډډ څيزونه خرڅولے کيږي
د کارووائي دوران چيف جسټس ثاقب نثار وئيلي چي په ګاغذي کاروائي کار نه کيږي او په دغه اړه عملي کار پکار دے،چي وروستو ئي چيف جسټس راتلونکي اورونه کښې د مکمل رپورټ او فهرست جمع کولو حکم هم ورکړےدے

حصہ