لاهور هائيکورټ کښې دتلور ښکار خلاف دائر شوى درخواست اورونه شوې

0
13

لاهور هائيکورټ کښې د پنجاب حکومت لخوا دتلور ښکار لپاره جاري کړے شوي اجازت نامو خلاف دائر شوى درخواست اورونه شوې او عدالت د برډ لائف انټر نيشنل نه په دغه اړه رپورټ غوښتلے دے
د کليم الياس ايډوکيټ لخوالاهورهائيکورټ کښې دائرشوي درخواست کښې دريز خپل کړے شوے وو چي د نولس سوه دولس نړيوال بون کنونشن او نولس يو اويا ارډيننس لاندي پاکستان کښي د تلور په ښکار مکمل بنديز دے ولي پنجاب حکومت بيا هم د ښکار پرمټونه جاري کوي کوم چي د وائلډ لائف ايکټ نولس سوه څلور اويا خلاف ورزي ده
دائر شوي درخواست کښي عدالت ته خواست کړے شوے چي د پنجاب حکومت لخواجمع شوے رپورټ صحيح نه دے او عدالت دي د برډ لائف انټرنيشنل نه رپورټ اوغواړي،د کيس اورونه چيف جسټس منصور علي شاه کړي او په دغه اړه ئي د بړډ لائف انټرنيشنل نه په راتلونکي اورونه کښې د رپورټ جمع کولو غوښتنه کړي ده

حصہ