ميډيا پروپيګنډې لوجې اين ټي ايس خپل آډټ د آډېټر جنرل آف پاکستان نه کړېدې

0
24

د نينشل ټيسټنګ سروس چيف ايګزيکټو افسر وائي چې نيشنل ټيسټنګ سروس يوه پبلک سيکټر اداره ده خوپه ميډيا د پروپيګنډې لوجې ادارې خښکال خپل آډټ د آډېټر جنرل آف پاکستان نه کړېدې
دا خبرې د نيشنل ټيسټنګ سروس چيف ايکزيکټو افسر ډاکټر شهزاده خان اسلام آباد کښې يوې خبرې غونډي دوران کړېدي
ډاکټر شهزاده خان اوئيل چې دا مهال د اين ټي ايس سره لس زره تربيت يافته ټيسټ اخستونکي عمله ده ، درې زره د مختلفو مضمونونو سپشلسټ لري او اتياؤ پورې ورسره د بيلا بيلو څانګو پوهان هم موجود دي
داکټر شهزاده خان زياته کړه چې اين ټي ايس ادارې اوس يوه يونيورسټي هم جوړوي کوم چې به په سکالر شپ باندې طالعبلمانو ته داخلې ورکوي او ورسره به پنځه زره روپۍ مياشتنې وظيفه هم ورکوي
د خېبرنيوز د دې سوال چې اين ټي ايس د ټيسټ فيس سېوا اخلي په ځواب کښې ډاکټر شيرزاده اوئيل چې چونکه د پښتونخوا ځني سېمې ډېرې لري دي د دغې وجې په ټيسټ باندې اخراجات هم ډير زيات راځي او هم دا وجه ده چې فيسونه هم سېوا دي
د يوې پښتنې په جواب کښې هغه اوئيل چې د اين ټي ايس پخوانې چيف ايګزيکټو داکټر هارون د جعلي ډګرې په معامله کښې د خپلې نوکرۍ نه لرې کړې شوېدې
ډاکټر شيرزاده زياته کړه چې دا وخت اين ټي ايس اداره پنځه سيوه نهه شپېته ادارو له د ټيسټنګ سروسز ورکوي چې پکښې د ټولو نه سېوا د پنجاب اود خېبر پښتونخوا دي

حصہ