څلورم ون ډے ميچ کښې آسټريليا پاکستان ته د درې سوه څلور پنځوس رنزونو هدف ورکړے

0
16

څلورم ون ډے ميچ کښې آسټريليا پاکستان ته د درې سوه څلور پنځوس رنزونو هدف ورکړے د کومې په ځواب کښې چې د پاکستان بيټنګ روان دے ، د پاکستان لخوا شرجيل خان دهوا دار ځوابي بيټنګ کړے او څلور اوويا رنزونه ئې جوړ کړي
سډني کرکټ ګراؤنډ کښې آسټريليا ټاس وګټلو او د پاکستان خلاف ئې د وړومبي بيټنګ کولو فيصله وکړه
کوربه ټيم په مقرره پنځوس اوورونو کښې د شپږ لوبغاړو په زيان درې سوه دري پنځوس رنزونه جوړ کړل، ډيوډ وارنر د ټولو سېوا يوسل دېرش او ميکسويل اووه اتيا رنزونه جوړ کړل ، د پاکستان لخوا حسن علي پينځه وکټې ترلاسه کړې
د درې سوه او څلور پنځوس رنزونو هدف په ځواب کښې دا وخت د پاکستان بيټنګ جاري دے

حصہ