دپارليمان منظورۍ نه بغېر برطانيه د يورپى يونين نه د وتو عمل سرته نه شى رسولے

0
11

د برطانيې عدالت فيصله کړېده چې د پارليمان د منظورۍ نه بغېر حکومت د يورپى يونين نه د وتو عمل سرته نه شى رسولے
تير کال د جون په مياشت کښې د ريفرنډم د لارې برطانيې د يورپى يونين نه د وتو فيصله کړې وه
يورپى يونين نه د برطانيې د وتو دا عمل د بريګزيټ په نوم ياديږى
د دې فيصلې وروستو حکومت سره د مارچ يوديرشم تاريخ پورې ټائم وو چې د يونين نه وتو عمل په باقاعده توګه شورو کړى
بلخوا د بريګزيټ مخالفينو سپريم کورټ کښې اپيل جمع کړې وو چې د سماعت وروستو نن فيصله شو
سپريم کورټ خپله فيصله کښې وئيلې دى چې حکومت د پارليمان د منظورۍ نه بغېر يورپى يونين سره د بريګزيټ په اړه خبرې نه شى شورو کولے
سپريم کورټ نه ميډيا سره خبرو دوران اټارنى جنرل جيريمى رائټ وئيلى دى چې فيصلې سره حکومت مايوسه شوېدے خو د عدالت په حکم به عمل درآمد کوى
حکومتى ترجمان وئيلې دى چې د يورپى يونين نه د وتو فيصله قام د ريفرنډم د لارې کړېده او حکومت به په هرحال کښې په دې فيصله عمل کوى
حکومت طمع لرى چې ډير په آسانه به د پارليمان نه منظورى واخلى او د مارچ يوديريشم نه مخکښې به يورپى يونين سره په بريګزيټ مذاکرات شورو کړى

حصہ