حکومت يو وارې بيا د پټروليم مصنوعاتو په نرخونوکښې سيواوالې راوستې دے

0
12

حکومت يو وارې بيا د پټروليم مصنوعاتو په نرخونوکښې سيواوالې راوستې دے چې ترمخه ئې پټرول دليټر په سر يوروپۍ يو اويا پيسے،ډيزل يو روپۍ دوه پنځوس پيسے او د خاورو تيل پنځه اويا پيسے ګران شوى دى
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو په وخت د خزانې وفاقى وزير اسحاق ډار وئيلى دى چې حکومت د مارچ مياشتې لپاره د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د ردبدل فيصله کړېده
د هغه وينا وه چې پټرول يوروپۍ يو اويا پيسے،ډيزل شپږ شپيته پيسے،د خاورو تيل پنځه اويا پيسے او لائټ ډيزل يوه روپۍ دوه پنځوس پيسے د ليټر په سرګران کړى شوى دى
اسحاق ډار اوئيل چې په نړى واله سطح دخام تيلونرخ کښې تير کال دوران شپيته فيصده اضافه شوېده ولې پاکستان کښې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې صرف شپاړس فيصده سيواوالې شوېدے
نرخونو کښې اضافې وروستو ټول ملک لپاره د پټرولو نرخ درى اويا روپۍ، ډيزل دوه اتيا روپۍ،د خاورو تيل څلورڅلويښت روپۍ او لائټ ډيزل هم څلورڅلويښت روپۍ فى ليټر مقرر شوېدے

حصہ