د امريکې خپل يو رپورټ کښې په الطاف خانانى ګروپ د منى لانډرنګ الزام لګولے دے

0
7

د امريکې خپل يو رپورټ کښې په الطاف خانانى ګروپ د منى لانډرنګ الزام لګولے دے او وائى چې دا ګروپ ترهه ګرو او جرائم پيشه خلقو لپاره د اربونو ډالرو په منى لانډرنګ کښې ککړ دے
د انټرنيشنل نارکوټکس لپاره د امريکې خارجه محکمې اهلکار واشنګټن کښې د يو نيوز بريفنګ دوران وئيلى چې الطاف خانانى منى لانډرنګ تنظيم پاکستان نه خپل کار کوى ، اهلکار ووئيل چې په نهه کالو کښې په وړمبى ځل دا رپورټ ميډيا ته وړاندې کړے شوېدے
رپورټ وائى چې الطاف خانانى ګروپ سالانه د اربونو ډالرو په منى لانډرنګ کښې ککړ دى
رپورټ زياتوى چې د خانانى ګروپ لخوا د چينى ، کولمبيا او ميکسيکو منظم جرائم پيشه ګروپونو او ترهه ګر تنظيمونو سره تعلق لرونکى کسانو ته د منى لانډرنګ خدماتو پيشکش شوے وو
رپورټ کښې د پاکستان د جغرافيائى محل وقوع اهميت په ډاګه کړے شوے چې افغانستان ، ايران او چين سره تړلې غير محفوظ سرحدونو بهرنى مارکيټونو کښې د نشه ايز موادو او غير قانونى سمګلنګ سهوليات ورکوى
د امريکې حکومت الطاف خانانى ګروپ په نومبر دوه زره پينځلس کښې بين الاقوامى منظم جرائمو کښې ککړ ګروپ ګرځولى وو
دا ګروپ پاکستان ، متحده عرب امارات ، امريکه ، برطانيه ، کينيډا او اسټريليا پشمول د نورو ملکونو ترمېنځۀ د غير قانونى پيسو په لين دين کښې مرسته کښې ککړ وو

حصہ