صدر ممنون حسين سره د سرحد چيمبر اف کامرس اينډ انډسټرى وفد ملاقات کړې

0
18

صدر ممنون حسين سره د سرحد چيمبر اف کامرس اينډ انډسټرى وفد ملاقات کړې چې پکښې خيبر پختونخوا ، فاټا او ګلګت بلتستان کښې د سرمايه کارى او نوې انډسټرى په اړه خبرې اترې شويدې
ايوان صدر نه جارې شوې بيان ترمخه د حاجى محمد افضل په مشرۍ کښې دسرحد چيمبر اف کامرس يو وفد د صدر ممنون حسين سره ملاقات کړيدې
په دې موقع صدرممنون حسين اووئيل چې پاک چين اقتصادى راهدارى منصوبى سره به د توانائى او کاروبار نوې لارې کهولاؤ شى چې ګټۀ به ئې ټول ملک ته رسى
هغه مخکښې اووئيل چې حکومت سرمايه کارى ته وده ورکولو او سازګار کاروبارى ماحول پيدا کولو لپاره ټولى وسيلى پکار راوستو اقدامات کوې
صدر زياته کړه چې دتجارت وزارت د اسټرټيجک ټريډ پاليسى فريم ورک اعلان کړې چې ورسره به کاروبار ته وده ملاؤيږې او خيبر پختونخوا ، فاټا ګلګت بلتستان او نور پسمانده علاقو کښې نوې انډسټرى لګونکو ته به پنځوس فيصده رعايت ورکولې شى
اخر کښې دسرحد چيمبر اف کامرس صدر طرف نه ممنون حسين ته دخيبر پختونخوا کلتورى شمله هم په سر کړې شوه

حصہ