د پشاور زلمې نمائندګې کوؤنکے ويسټ انډيز بلے باز مارلن سيموئلز هم د پاک پوځ مينه وال دے

0
12

پاکستان سپر ليګ کښې د پشاور زلمې نمائندګې کوؤنکے ويسټ انډيز بلے باز مارلن سيموئلز هم د پاک پوځ مينه وال دے، هغه د پاک پوځ کښې د شاميلدو اظهار څرګند کړيدے
ويسټ انډيز بلے باز مارلن سيموئلز په سوشل ميډيا باندي يو ويډيو جارې کړې چې پکښې هغه د پاکستان سپر ليګ فائنل ميچ دوران زبردست سيکيورټې ورکولو باندې د پاک پوځ تعريف کړې او سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه ته ئي سيلوټ هم کړيدے
سيموئلز اوئيل چې جميکن آرمې کښې مې خدمات وړاندي کړيدي، غواړم که چري پاک فوج کښې د خدماتو موقع ميلاؤ شوه نو پخپلو اوګو باندې بيجز لګولو ته تيار يم
هغه زياته کړه چې پې ايس ايل فائنل سره د پاکستاني اولس په مخونو خنده راغلې او هيله لرم چې زر به د نړيوال کرکټ په پاکستان کښي بحال شې

حصہ