افغانستان کښې فضائي کارروائي کښي دداعش ديرش جنګيالي وژلي شوي

0
3

د افغانستان مختلفو سيمو کښې افغان امنيتي ځواکونو ننګرهار ولايت کښې فضائي کارروائي کړيده چي پکښي د سخت دريځه وسله والي ډلي داعش ديرش جنګيالي وژلي شويدي ،پتکيکا ولايت کښي هم لس طالب وسله وال په نښه کړي شويدي،فرياب ولايت کښي د دوه ډلو ترمينځه نښته کښي څلور عام وګړي پحق رسيدلي دي
افغان امنتي ځواکونو لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شويدي چي ننګرهار ولايت اچين اولسوالې کښې د فضائي کارروائې پر مهال د داعش ديرش وسله وال وژلي شويدي
بيان کښې مخکښې وئيلي شويدي
بلخوا پکتيکا ولايت کښې هم فضائي کارروائې کښې لس طالب جنګيالي وژلي شويدي
پکتيکا ولايت ګورنر وياندزلمي وسيع د فضائي کارروائې پخلې کړيدې او وئيلي دي چي ياده کارروائې کښې لږ تر لږه لس طالبان وژلي شويدي
يو بل چارواکو خپل بيان کښي وئيلي دي چي کارروائې کښې د طالب وسله والو سنګرونه په نښه کړي شويدي چي پکښې ګوله بارود او نوره ميشنري تباه کړې شويده ولي طالب وسله والو لخوا په خبر څه قسمه ردعمل نه ښودلې شوي
د دې ترڅنګ فرياب ولايت کښې د دوه وسله والو ډلو ترمينځه خپل مينځي ډزي شويدي چي پکښې څلور ملکي وګړي پحق رسيدلي دي
د فرياب ولايت پوليس مشر عبدالحکيم يورش د پيښې پخلې کړي او وئيلي دي چي پيښه د ولايت سرښار مينې کښې مخې ته راغلي ده چي پکښي لس کسان ژوبل شوي هم دي

حصہ