خواجه آصف حلقه باندې دوباره اليکشن په حواله د تحريک انصاف د نظرثانۍ درخواست مسترد

0
8

سپريم کورټ د وزير دفاع خواجه آصف حلقه باندې دوباره اليکشن کولو په حواله د تحريک انصاف د نظرثانۍ درخواست هم مسترد کړېدے
چيف جسټس ثاقب نثارپه مشرۍ کښې د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ د قامى اسمبلۍ حلقه يوسل لسم کښې دوباره اليکشن کولو په بابله د تحريک انصاف د نظرثانۍ درخواست مسترد کړېدے
عدالت کښې دغه درخواست د پى ټى آئى عثمان ډار جمع کړے وو
سماعت په وخت د عثمان ډار وکيل بابراعوان عدالت ته اوئيل چې د خواجه آَصف د حلقې د دريو پولنګ سټيشنو ريکارډ تر دې دمه نه دى ملاؤ شوے
د هغه وينا وه چې د دې حلقې اته زره اووه سوه درى اويا کاونټرفائلونه هم غائب دى
په دې موقع خپل ريمارکس کښې چيف جسټس ثاقب نثار اوئيل چې د لسو کسانو په وينا ټول اليکشن کالعدم نه شو ګرځولے او نه غيرتصديق شوى ووټونو ته جعلى ووټ وئيلې شو
عدالت د فريقينو دلائل اوريدو وروستو په دې حلقه دوباره اليکشن کولو په حواله د تحريک انصاف د نظرثانۍ درخواست مسترد کړېدے

حصہ