ديارلس ضلعو کښي د مردم شمارۍ او خانه شمارۍ عمل روان دے

0
6

پښور پشمول ديارلس ضلعو کښي د مردم شمارۍ او خانه شمارۍ عمل ډير په شفاف طريقے سره روان دے ، ولي د مردم شمارۍ عمل کښي نورے کاميابۍ لپاره پيښور کښې کنټرول روم جوړ کړې شويدې چي پکښي به د مردم شمارۍ په مقرر کړے شوؤ ټيمونو نظر ساتلے شي
د پښور اولس د مردم شمارۍ او خانه شمارۍ کښي ډير په زړه پورے انداز سره برخه اخلي او د حکومت سره ئي د پوراپورا مرستے اعلان هم کړيدے، پښور پشمول ديارلس ضلعو کښي وړومبے فيز روان دے کوم چي به د اپريل پنځلسمے نيټے پورے جاري وي ، د مردم شمارۍ عمل د نورے کاميابۍ لپاره پيښور کښې کنټرول روم قائم کړې شويدې ، کنټرول روم د دعوامي شکاياتو لپاره جوړ کړے شويدے، اولس په دې کنټرول روم کښې سحر لسو بجو نه ماښام اته بجو پورى خپل شکايات درج کولے شى،دا کنټرول روم دشمارياتو ادارى په صوبائى دفتر کښې جوړ کړې شوېدې

حصہ