د افغانستان اورزګان ولايت کښې په پوځى کيمپ د طالبانو حمله کښې لس ملى اُردو په حق رسيدلى

0
16

د افغانستان اورزګان ولايت کښې په پوځى کيمپ د طالبانو حمله کښې لس ملى اُردو په حق رسيدلى او جوابى کاروائۍ په مهال يوؤلس جنګيالى وژلى شوى دى،بلخوا کاپيسا ولايت کښې هم د عملياتو دوران نهـ وسله وال وژلى شوى دى
د اورزګان ولايت پوليسومشر جنرل غلام فاروق خبرى ادارو ته وئيلى دى چې ترينکوټ اولسوالۍ کښې د ملى اُردو په مرکز طالبانوحمله کړېده
د هغه وينا وه چې د حملے په نتيجه کښې د ملى اُردو لس اهلکار په حق رسيدلى دى ولې د سيکيورټى فورسز جوابى کاروائۍ دوران لس جنګيالى وژلى شوى دى
دې نه علاوه افغان امنيتى اهلکارو د کاپيسا ولاپت په تګاب اولسوالۍ کښې د جنګيالو خلاف عمليات کړى چې پکښې نهـ طالبان وژلى شوى دى
د کاپيسا ملى اُردو کمانډر ميجرشيرآقا له طرفه جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې وژلى شوى جنګيالو کښې د طالبانو ډپټى ګورنر ګل حيدر هم شامل دے
د يوې بلې اطلاع ترمخه لوګرولايت کښې هم د سيکيورټى فورسز او طالبانو ترمينځه نښته شوے چې پکښې درى جنګيالى وژلى شوى
افغان خبرى ايجنسۍ وائى چې دې نښته کښې اووه ملکى وګړى او څلور ملى اُردو ژوبل شوى هم دى

حصہ