د افغانستان سفير پاک افغان پولې کولاويدو باندې د خوشحالې څرګندونه کړې

0
9

پاکستان کښې د افغانستان سفير عمرزاخيلوال پاک افغان پولې کولاويدو باندې د خوشحالې څرګندونه کړې او وئيلى دى چې ترهه ګرو لوجې دواړه هيوادونه متاثره دى ، او دا چې دهشت ګرد پاکستان او افغانستان ته زيان رسوى
خېبرنيوز خصوصى خبرو اترو کښې پاکستان کښې د افغانستان سفير عمرزاخيلوال اووئيل چې د دواړو ملکونو ترمينځه لارې کولاولو کښې دې سياست په ځاے مذاکراتو نه کار واخستې شى
عمرزاخيلوال اووئيل چې پاکستانى وزيراعظم طرف ته د پاک افغان بارډر کولاويدو فېصله د ستائنې وړ ده او دا چې دغه فېصله لندن مذاکراتو کښې شوې وه
هغه دا هم اووئيل چې پاک افغان پولې کولاويدو سره به د دواړو ملکونو اوولس ته ريليف ميلاويږى
عمرزاخيلوال زياته کړه چې ترهه ګرې پولې بنديدو سره نشۍ ګټلې کيږى او دا چې ترهه ګرو څومره پاکستان متاثره کړې د هغې نه زيات افغانستان متاثره شوى دى

حصہ