پوځى عدالتونو جوړښت اتويشتم آئينى ترميم قامى اسمبلۍ کښې وړاندې کړې شوېدے

0
13

پوځى عدالتونو جوړښت اتويشتم آئينى ترميم قامى اسمبلۍ کښې وړاندې کړې شوېدے چې پرې په باقاعده توګه بحث شورو شوېدے او د نهې په ورځ ووټنګ نه پس به اسمبلۍ د بل منظورى ورکوى
ترهه ګرۍ په ضد پوځى عدالتونوجوړښت اتويشتم آئينى ترميم باندې منظورۍ عمل نهې د ورځې نه شورو کيږى وفاقى وزير زاهدحامد آئينى ترميمى بل قامى اسمبلۍ ته وړاندې کړو
د هغې نه پس په هغې باضابطه بحث شورو شو،د بحث آغاز محمودخان اچکزئۍ وکړو او شرط ئې عائدکړو چې پوځى دور کښې کوم کوم زياتې عوامو سره شوېدے پوځ لخوا دې څوک هم معافى وغواړى نوبيا به مونږ د دې بل حمايت کوو
د هغه وينا وه چې پوځى آمريت دور کښې ډير زياتې شوېدے او د بغېر دمعافى د دې آئينى ترميم مرسته نه شى کولے
شيخ رشيداحمد خپله وينا کښې اوئيل چې ضرورت دا دې چې هغه عوامل ته هم وګورو چې سرتيره حملې کوونکى دا کار ولې کوى،عام مزدور کاره خلق هم دې غلط کار کښې ملوث شو دا دې څه وجه ده په دې غور پکار دے
البته شيخ رشيد د بل د مکمل ملاټر وکړو
د پيپلزپارټۍ نويدقمر په نا زړه د دې بل حمايت کولو نه پس وئيلى دى چې تير دوه کالو کښې حکومت د دې بل جاج اخستو لپاره هيڅ ګامونه نه دى پورته کړے اوس نېشنل سيکيورټى کميټۍ جوړښت نه پس د دې جاج اخستل به ډير آسان شى
هغه غوښتنه وکړه چې راتلونکې دوه کالو کښې حکومت له کوشش پکار دى چې سويلين عدالتونه مضبوط شى او هغوى ته دې تحفظ ورکړې شى

حصہ