کراچې کښې پوليسو کارروائې دوران اته غيرملکې وګړې ګرفتار کړې

0
7

کراچې رضوايه سيمه کښې پوليسو کارروائې دوران اته غيرملکې وګړې ګرفتار کړېدې، بلخوا موچکو پوليسو ايرانې تيل اسمګلنګ ناکامه کولو سره څلور زره ليټر تيل برآمد کړيدې
کراچې کښې رضوايه پوليس دا انټيلې جنس معلوماتو باندې کارروائې کړې چې پکښې اته غير ملکې وګړې ګرفتار کړې شويدې
پوليس ترمخه ګرفتار کړي شوې وګړو تعلق د افغانستان سره دے، او دوې خلاف فارن ايکټ دلاندې مقدمه درج کړې شويده او دا ملزمانو نه مشکوک سرګرميانو په اړه پلټنې روانې دي
بلخوا موچکو پوليسو کارروائې دوران مسافر بس نه ايرانې تيل برآمد کړيدې
پوليسو مطابق برآمد کړې شوي تيلو مقدار څلور زره ليټر دي، کارروائې دوران دا بس ډرائيور او کنډيکټر ګرفتار کولو نه پس کسټم انټيلې جنس ته په حواله کړې شويدې

حصہ