ترکي له خوا شام کښې د خپلو کارروايانو ودرولو اعلان

0
11

ترکى په شام کښې د خپلو پوځى کاروايانو بندولو اعلان کړېدے ، د شام شمالي سيمه کښې د ترکى پوځ تير اووۀ مياشتو نه د اپريشن فرات شيلډ په نوم کارروائى شروع کړې وه
وزيراعظم بن على يلدرم د ترکى سلامتى کونسل غونډې ته د وينا پر وخت اوئيل چې اپريشن فرات شيلډ کاميابۍ سره سرته رسيدلې دې
ترک وزيراعظم دا واضحه نکړه چې آيا اوس به د ترکى پوځ شام نه واپس رابللې شى او کنۀ خو دا ئې وئيلي چې اپريشن کامياب شوېدې او اوس به نوې پوځى کاروائىانې په بل نوم کولې شي
تير کال په د اګست په څلريشتمه نېټه د ترکى ټينکونه او جنګى الوتکې شام کښې داخل شوې وې او د اووۀ مياشتو په دې پوځى کاروائۍ کښې ترک فوځ او د ترکى حمايت يافته باغيانو د شام په يو شمير ښارونو قبضه کړې وه چې پکښې جرابلس او مهمه قصبه الباب هم شامل ده

حصہ