حکومت د پټرول او ډيزلونرخ د ليټرپه سر يو روپۍ سيواکړېدے

0
26

په اولس يو وارې بيا د پټرول بم ګزار،حکومت د پټرول او ډيزلونرخ د ليټرپه سر يو روپۍ سيواکړېدے،د خزانې وفاقى وزيراسحاق ډار وائى چې د وزيراعظم نوازشريف په هداياتو مو داوګرا شفارشاتو مطابق نرخونه سيوا نه کړل او په خزانه مو درې ارب روپۍ اضافى بوجهـ واچولو
اسلام آباد کښې پريس کانفرنس په مهال د خزانې وفاقى وزير اسحاق ډار د اپريل مياشت لپاره د پټروليم مصنوعاتو د نوى نرخونواعلان کړېدے
د هغه وينا وه چې اوګرا د پټرولو نرخ ليټر په سر دوه روپۍ اتويشت پيسے او ډيزل دوه روپۍ څلور پيسے ګرانولو تجويز وړاندې کړې وو ولې حکومت د پټروليم مصنوعاتو نرخونو کښې معمولى ردبدل کړېدے
اسحاق ډار زياته کړه چې د اپريل مياشت لپاره پټرول او ډيزل ليټرپه سر يوه يوه روپۍ ګرانولو فيصله شوېده ولې د خاورو تيل او لائټ ډيزل قيمتونه برقرارساتلى شوى دى
وفاقى وزير دا هم اوئيل چې حکومت اولس ته ريليف ورکولو په خاطر په په قامى خزانه درى ارب روپۍ اضافى بوجهـ غورځولې دے
قيمتونو کښې سيوا والى سره د پټرولو نرخ څلوراويا روپۍ او ډيزلونرخ درى اتيا روپۍ مقرر شوېدے

حصہ