روان مالى کال دوه زره شپاړسم او اولسم کښې دوه نيم اربه ډالر نه زياته قرضه اخستې شوې

0
20

غير ملکى قرضو په معامله حکومت سينيټ کښې منلى دې چې روان مالى کال دوه زره شپاړسم او اولسم کښې دوه نيم اربه ډالر نه زياته قرضه اخستې شوې ، بلخوا په سينيټ اجلاس کښې د پاکستانى پاسپورټ ټولو نه لاندې نمبر باندې په تلو هم په حکومت سوالونه پورته شوي
سينيټ اجلاس چې چيرمين سينټ رضا ربانى په مشرۍ کښې ترسره شو په اجلاس کښې وقفه سوالات دوران وزارت خزانه متعلق سوال جواب کښې وفاقى وزير زاهد حامد غير ملکى قرضو اخستو خبره منلى او د روان مالى کال دوه زره شپاړسم او اولسم کښې دوه نيم اربو نه زيات ډالر غير ملکى قرضه اخستې شوې ، د وزارت خزانه لخوا تحريرى جواب کښې دوه کالو د قرضو تفصيلات جمع کړې دې
زاهد حامد اووئيل چې روان مالى کال کښې د شروع مياشتو نه تر جنورۍ پورې دوه نيم اربه ډالر نه زيات غيرملکى قرضه اخستې شوې ، بلخوا سينيټر فرخت الله بابر، سليم مانډى ولد ، فاروق نائيک او کريم خواجه لطرفه مشترکه توجه د لاؤ نوټس کښې اووئيل چې د پاکستان پاسپورټ په اخرې نمبر کښې راغلې ګوبل انډيکسنګ کښې پاکستانى پاسپورټ اخرې کښې په دوئم نمبر دې ، اخرې افغانستان دې هغوې په حکومت ناکام پاليسو او غير سنجيدګى باندې په حکومت سخت ټکونه هم اوکړل

حصہ