افغانستان کښې پينځۀ ويشت طالبان او د داعش پينځۀ جنګيالي وژلے شوي

0
16

د افغانستان بدخشااوتخار ولايتونو کښې د طالبانو حملوپه نتيجه کښې پنځه پوليس اهلکار په حق رسيدلى،زابل ولايت کښې بمى چاودنې هم د دوؤ پوليس اهلکارو ژونداخستې دے بلخوا ننګرهاراو بغلان ولايتونو کښې د سيکيورټى فورسز کاروائيو په مهال پنځويشت طالبان او د داعش ډلې پنځه جنګيالى وژلى شوى دى

افغان خبرى ادارو ترمخه د بدخشاولايت په قديس اولسوالۍ کښې د پوليسو په قافله طالبانو حمله کړې چې په نتيجه کښې څلور اهلکار مړه او درې ژوبل شوى دى
بلخوا د تخار د والى وياندسنت الله تيمور لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې ينګى قلا اولسوالۍ کښې د وسله والو حملې له وجې يو پوليس افسر په حق رسيدلى او پنځه ژوبل شوى دى
دې نه آګاهو زابل ولايت کښې مائن چاودنه شوې وه چې په نتيجه کښې د شين کۍ اولسوالۍ پوليسو مشر سيف الله هوتک په ګډون دوه اهلکار مړه او څلور ژوبل شوى وو
د يوې بلې اطلاع ترمخه بغلان او ننګرهارولايتونو کښې د سيکيورټى فورسز کاروائيو دوران پنځويشت طالبان او د داعش ډلې پنځه جنګيالى وژلى شوى دى

حصہ