بغلان ولايت کښې پوځى آپريشن دوران د طالبانو شيډو ګورنر وژلے شوې

0
8

د افغانستان بغلان ولايت کښې د پوځى آپريشن دوران د طالبانو شيډو ګورنر سره د څلورو نورو مهمو کمانډرانو وژلے شوېدے او زابل ولايت کښې يو مائن چاودنه شوېده چې پکښې يو افغان امنيتى کمانډر سره د يو ملګرے وژلے شوېدے بلخوا ننګرهار صوبه کښې د فضائي کارروائۍ دوران چې د ترهه ګر تنظيم داعش پينځه جنګيالي وژلےشويدي
د داخله وزارت ترجمان مجيب دانش يو بيان کښې وئيلى دى چې بيګا د پوځى آپريشن دوران بغلان ولايت لپاره د طالبانو شيډو ګورنر مولوى لعل وژلے شوېدے
آپريشن کښې څلور نور مهم طالب کمانډران هم وژلے شوى دى چې پکښې حاجى شير عالم ، قارى جان باز ، قارى شهاب الدين او قارى اسماعيل شامل دى
بلخوا زابل ولايت کښې يوه مائن چاودنه شوېده چې پکښې د شنکۍ اولسوالۍ امنيتى کمانډر سيف الله هوتک وژلے شوېدے
چاودنه کښې د امنيتى کمانډر يو ملګرے هم وژلے شوېدے
هم دغه رنګ د ننګرهار صوبې په نازيان ضلعه کښې افغان فورسز فضائي بمباري کړې چې پکښې پينځه طالب جنګيالي وژلے شويدي
د ننګرهار ګورنر ويان وائي چې د وژلے شوي داعش جنګيالو تعلق د مولوي يحي ګروپ سره وو ، د کارروائي دوران د هغوي يوشمېر کارکنان هم ژوبل شوي دي

حصہ