د پانامه کيس فيصلې نه وړاندې پاکستان سټاک ايکسچېنج د مندۍ سره مخ شو

0
13

د پانامه کيس فيصلې نه وړاندې غير يقينى صورتحال ، پاکستان سټاک ايکسچېنج هم د مندۍ سره مخ شو ، هنډرډ انډيکس کښې دوه نيم سوه پوائنټس نه سېوا کمے راغلو ، د حصص قيمتونه هم متاثره شوى دى
ملک کښې روان غير يقينى سياسى صورتحال او د پانامه کيس سبا راتلونکې فيصلې سټاک مارکيټ کښې مندى راوستې
سرمايه کاران محتاط شوى ، د حصص خريد و فروخت کښې ګراوټ راغلے
اخيرى اطلاعاتو مطابق هنډرډ انډيکس کښې دوه سوه اووۀ اوويا پوائنټس کمے راغلے دے
معاشى ماهرين وائى چې د مندۍ دا سلسله به تر هغې وخت پورې جارى وى تر څو چې ملک کښې سياسى استحکام نه وى راغلے ، بعضې پوهان وائى که چرې سبا عدالتى فيصله د شريف خاندان خلاف راغله نو مارکيټ مکمل کريش کيدے هم شى

حصہ