ننګرهار کښې امريکنى بمى حمله کښې د داعش ديارلس مهم کمانډران وژلے شوى

0
7

د افغانستان دفاع وزارت چارواکو وئيلى دى چې تيره هفته د ننګرهار په اچين اولسوالۍ کښې د امريکنى پوځ له اړخه شوې بمى حمله کښې د داعش ديارلس مهم کمانډران وژلے شوى دى
تيره هفته اچين اولسوالۍ کښې امريکنى پوځ يو ډير غټ بم غورځولے وو ، دغه بم د خپل وزن او سائز په وجه د بمونو مور په نوم ياديږى
افغان چارواکى وائى چې دې حمله کښې کم نه کم څلور نوى جنګيالى وژلے شوى وو
د دفاع وزارت ترجمان وئيلى دى چې وژلے شوؤ داعش جنګيالو کښې بهر ملکيان هم شامل دى چې تعلق ئې تاجکستان ، هندوستان او پاکستان سره ښودلے کيږى
په مجموعى توګه دې وژلے شوؤ جنګيالو کښې د ديارلسو تعلق هندوستان سره ښودلے شوېدے
د افغان دفاع وزارت اهلکارو يو تازه بيان کښې وئيلى دى چې وژلے شوؤ جنګيالو کښې ديارلس مهم کمانډران هم شامل دى

حصہ