بدخشا کښې بمى چاودنه کښې دوه ملى اُردو او يو ملکى وګړې په حق رسيدلى دے

0
21

د افغانستان بدخشا ولايت کښې بمى چاودنه شوے چې په نتيجه کښې دوه ملى اُردو او يو ملکى وګړې په حق رسيدلى دے بلخوا دولتى چارواکو پکتيکا ولايت کښې د څوارلس طالبانو د وژنې دعوى کړېده
د بدخشاولايت ملى اُردو افسرميرعبدالواحد خبرى ادارو ته وئيلى دى چې بهارک اولسوالۍ کښې بمى چاودنه شوے چې په نتيجه کښې دوه ملى اُردو او يو ملکى وګړې په حق رسيدلى دے
هغه زياته کړه چې دا چاودنه د سيکيورټى فورسز يو چيک پوسټ مخې ته شوے او دا چې چاودنه د ريموټ کنټرول د لارې شوېده
بلخوا د پکتيکا د والى وياندمحمدالرحمان لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې ګيان اولسوالۍ کښې د سيکيورټى فورسز په چيک پوسټونود طالبانو حمله ناکامه کړې شوېده او جوابى کاروائۍ په مهال شپږ جنګيالى وژلى شوى دى
بيان ترمخه وازې خوا اولسوالۍ کښې امنيتى اهلکارو سره نښتې او په عزيز چينې سيمه ډرون حمله کښې اته وسله وال وژلى شوى دى

حصہ