اليکشن کميشن دانټرنيټ ووټنګ آزمائشى تجربه کولو فيصله کړېده

0
11

اليکشن کميشن بهرملکونو کښې ميشته پاکستانى وګړو ته د ووټ حق ورکولو په غرض دانټرنيټ ووټنګ آزمائشى تجربه کولو فيصله کړېده
چيف اليکشن کمشنر سردارمحمدرضا په مشرۍ کښې اعلى پائى غونډه شوے چې پکښې بهرملکونو کښې ميشته پاکستانى وګړو ته د ووټ حق ورکولو په معامله غور شوېدے
اجلاس کښې د څلور واړو صوبائى اليکشن کمشنرانو نه علاوه د نادرا ډپټى چيرميئن او د پى ټى اے چيرميئن ګډون کړېدے
د غونډې په مهال بهرملکونو کښې ميشته پاکستانيانو لپاره په آزمائشى بنيادونو د انټرنيټ په ذريعه ووټ اچولو نظام معرفى کولو فيصله شوېده
د نادرا چارواکو په دې موقع اوئيل چې دا نظام به دريو مرحلو کښې مکمل کولے شى،وړومبې مرحله کښې به دووټرانو تصديق او رجسټريشن کولے شى،دوئمه مرحله کښې به دوى د انټرنيټ په ذريعه ووټ اچولى شى او دريمې مرحله کښې به نتائج تيارولے شى

حصہ