بلخ کښې د ملى اُردو په يو مرکز د طالبانو حملې کښې اتلس کسان مړه شوى دى

0
16

افغان دفاع وزارت ويانددولت  د افغانستان بلخ ولايت کښې د ملى اُردو په يو مرکز د طالبانو حملې په نتيجه کښې اتلس کسان مړه او پنځوس ژوبل شوى دى
افغان دفاع وزارت ويانددولت وزيرى خبرى ادارو ته وئيلى دى چې مزارشريف ښار کښې د شاهين قول اُردو په مرکز حمله کړېده
د هغه وينا وه چې د ملى اُردو په جامه کښې دغه وسله وال دوؤ ګاډو کښې راغلى وو چې پکښې يو ځانمرګى بريدګر د مرکز دروازې مخې ته چاودنه کړے او نور ملګرى ئې دغه ودانې ته ننوتى دى
د شاهين قول اُردو وياند قهار آرام خبرى ادارو ته وئيلى دى چې جنګيالو په دغه مرکزکښې د جمعے مانځه لپاره راغونډ شوى ملى اُردو اهلکارو باندې ډزى کړى دى چې په نتيجه کښې اته اهلکار په حق رسيدلى او پنځلس نور ژوبل شوى دى
بلخوا افغان خبرى ادارو د بلخ هسپتال چارواکو په حواله وئيلې دى چې دې پيښه کښې اتلس کسان مړه او پنځوس ژوبل شوى دى
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې حملې ذمه وارى قبوله کړے او ملى اُردو ته ئې د درنې مرګ ژوبلې اوړلو دعوى کړېده

حصہ