تحريک انصاف د وزيراعظم خلاف خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې قرارداد وړاندې کولو فيصله کړېده

0
18
Khyber Pakhtunkhwa Assembly

تحريک انصاف د وزيراعظم نوازشريف خلاف خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې قرارداد وړاندې کولو فيصله کړېده چې پکښې به د هغه د استعفى مطالبه کولے شى،دغه رنګ پنجاب اسمبلۍ کښې ئې د وزيراعظم خلاف قرارداد جمع کړېدے
تحريک انصاف د پارټۍ قيادت په مشوره د وزيراعظم نوازشريف خلاف خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې قرارداد راوړلو فيصله کړېده
قرارداد مندرجاتو ترمخه د پانامه مقدمې په حواله د سپريم کورټ فيصلې وروستو وزيراعظم نوازشريف په خپله څوکۍ د پاتې کيدو اهل نه دے
ممکنه قرارداد کښې به دا هم ليک وى چې وزيراعظم نوازشريف اوس صادق او امين نه دې پاتې بايدچې په فورى توګه دې هغه استعفى ورکړى
ذرائع وائى چې تحريک انصاف دا قرارداد د راتلونکې مياشتې په دوئمه نيټه اسمبلۍ ته وړاندې کولو فيصله کړېده او دې سلسله کښې به نورو ګوندونوسره هم رابطې کولے شى
دغه رنګ پى ټى آئى پنجاب اسمبلۍ کښې د وزيراعظم نوازشريف خلاف قرارداد جمع کړېدے
دغه قرارداد اپوزيشن ليډرمحمودالرشيد لخوا داخل کړې شوېدے چې پکښې وئيلى شوى دى چې مطالبه شوېده چې د جے آئى ټى تحقيقات او انصاف تضاضې پورا کولو لپاره ضرورى ده چې وزيراعظم نوازشريف دې استعفى ورکړى

حصہ