د مشال خان مرګ کېس کښې درې ملزمان عدالت ته وړاندې

0
52

د مردان عبدالولي خان يونيورسټۍ شهيد طالبعلم مشال خان وژنې په تورنيولي شوي درې ملزمان نن عدالت ته وړاندې کړې شوي

د مردان پوليس وېنا ده چې د مشال خان وژنې په تور نيولي شوي دغه ملزمان د جسماني ريمانډ ورځې ختميدو وروستو د مردان ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت ته وړاندې کړې شوي وو
ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت کښې دغه ملزمانو د خپل اعترافي بيان ريکارډ کولو استدعا اوکړۀ کومه چې عدالت منظور کړه اوملزمانو د جوډيشل مجسټريټ وړاندې خپل بيانونه ريکارد کړيدي
مشال خان وژنې مقدمه کښې تر دې دمه دوه دېرش کسان پوليس نيولي دي او دې لړ کښې د پوليس پلټنې اوس هم روانې دي

حصہ