طالبان سياسي ډله نۀ بلکې ترهګر تظيم دے: افغانستان

0
12

افغانستان وئيلى دى چې طالبان يو دهشتګرد تنظيم دے او کوم يو ملک چې طالبان سياسى تحريک بلى افغان حکومت ئې غندنه کوى

د افغانستان چيف ايګزيکټيو ترجمان مجيب الرحمان رحيمى کابل کښې يوې خبرى غونډې ته د وينا په وخت وئيلى دى چې طالبان يوه دهشتګرد ډله ده
مجيب الرحمان رحيمى وئيلى دى چې کوم ملک طالبان يوه سياسى ډله ګڼى افغانستان د هغې غندنه کوى
څۀ ورځې وړاندې افغانستان کښې د روس سفير يو بيان کښې وئيلى وو چې طالبان يو سياسى تحريک دے او افغان حکومت له پکار دى چې ورسره روغه جوړه وکړى
د روس سفير وئيلى وو چې طالبان يو طاقت دے او هر څوک غواړى چې خبرې ورسره وکړى
د روس سفير زياتوى چې هم دغه وجه ده چې روس په طالبانو سترګې نشى پټولے

حصہ