پاکستان تحريک انصاف حکومت صوبائى احتساب کميشن ته تلې لګولې دى

0
14

د وزيراعظم مشيراميرمقام وئيلى دى چې پانامه کيس فېصله کښې چر ته هم دا نه دى ليکلې شوې چې وزيراعظم مجرم دې او دا چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت صوبائى احتساب کميشن ته تلې لګولې دى او اوس په خپله احتساب غواړى
د مسلم ليګ ن صوبائى صدر اميرمقام اظهار تشکر ريلى ته خپل خطاب کښې وئيلى چې د پانامه کيس په پنځه سوه صفو فېصله کښې چر ته هم دا نه دى ليکلې شوى چې وزيراعظم مجرم دې او دا چې د پرويزخټک حکومت احتساب کميش ته په صوبه کښې تالې لګولې دى نو څنګه اسلام اباد کښې د احتساب غوښتنه کوى
هغوى دا هم اووئيل چې د صوبې خلقو عمران خان ته منډيټ ورکړې ولې هغوى ته د مايوسى نه علاوه هيڅ په لاس نه دى راغلى
اميرمقام زياته کړه چې خېبرپښتونخوا کښې د مسلم ليګ ن حکومت د تلو مخه څوک هنشى نيولې او دا چې يوټرن سپشليسټ اوس د پانامه فېصلې وروستو په کور کښې ناست دې
هغوى دا هم اووئيل چې وزيراعظم نوازشريف د منډيټ صحيح استعمال کړې او د خلقو ئې خدمت کړې

حصہ