پاکستان کښې سياست نه تجارت جوړشوېدے

0
11

د جماعت اسلامى اميرسراج الحق د عوامى مسلم ليګ مشر شيخ رشيد سره ليده کاته کړى او ورسره ئې پانامه مقدمې فيصلې وروستو په صورتحال خبرى کړى دى،په دې موقع ميډيا سره خبرو په وخت سراج الحق وئيلى دى چې پاکستان کښې سياست نه تجارت جوړشوېدے يو بادشاه ځى او بل راځى ولې ووټران خوار او زار وى
شيخ رشيدسره ګډخبرى کانفرنس په مهال د جماعت اسلامى امير وئيلى دى چې سپريم کورټ وزيراعظم له کلين چټ نه دې ورکړے او د دې فيصلې وروستو هغه له د خپلې څوکۍ نه لاس په سرکيدل پکار دى
د هغه ويناوه چې د مستقبل دوه چيف جسټس صاحبانو فيصله کړے چې نوازشريف نااهل دے او حکمرانانو له ئې د شپيته ورځو عبورى ضمانت ورکړېدے
سراج الحق زياته کړه چې خپل قسمتونه ښه کولو لپاره به موجوده نظام بدلول وى او دا چې د کرپشن خلاف به د جماعت اسلامى مهم جارى وى
په دې موقع شيخ رشيد اوئيل چې هغه هميشه د اولس لپاره سياست کړېدے
هغه دا هم اوئيل چې د غلو او ظالمانوخلاف به جماعت اسلامى سره اوګه په اوګه تحريک چلوى او دې سلسله کښې به تحريک انصاف هم د ځان سره ملګرې کوؤ

حصہ