پى ټى ائى د ائين اريټکل دوه سوه نهه لاندې سپريم جوډيشل کونسل کښې د چيرمين نيب خلاف درخواست ورکړې

0
6

د تحريک انصاف مشرانو د سپريم کورټ نه د وضاحت خواست کړې چې د پانامه فېصلې د جے ائى ټى په رپورټ باندې به فېصله ايا زوړ عدالتى بينچ کوى کنه نوې ؟ فواد چوهدرى وائى چې د چيرمين نيب خلاف سپريم کورټ جوډيشل کونسل ته ځو ، مراد سعيد وائى چې د پى ټى ائى د عوامى رابطې تحريک به د اتوويشتم اپريل اسلام اباد جلسې نه شروع کيږى ، شبلى فراز وائى چې په پارليمان کښې ټول اپوزيشن ګوندونه د وزيراعظم نه د مستعفى کيدو په مطالبه يو اواز دى
دا خبرې د تحريک انصاف مرکزى مشرانو سينټرشبلى فراز ، فواد چوهدرى او مراد سعيد په نيشنل پريس کلب اسلام اباد کښې خبرى غونې ته کړى دى
فواد چوهدرى ووئيل چې د سپريم کورټ بينچ په خپله فېصله کښې وئيلى چې چيرمين نيب د نوازشريف سره ميلاو دې لهذا پى ټى ائى فېصله کړې چې د ائين اريټکل دوه سوه نهه لاندې سپريم جوډيشل کونسل کښې د چيرمين نيب خلاف درخواست ورکړې
فواد چوهدرى د پانامه کيس فېصلې حواله ورکړه او وې ويل چې فېصله کښې وئيلى شوى چې د جے ائى ټى مانيټرنګ لپاره به چيف جسټس نوې بينچ جوړوى او د سپريم کورټ نه ئې خواست اوکړو چې دا وضاحت دې راته وکړې شى چې د جے ائى ټى په رپورټ باندې د اناهلۍ فېصله ايا نوې بينچ کوى يا د اصف سعيد کهوسه په مشرۍ کښې هغه زوړ بينچ ، خو وې ويل چې زمونږ خواهش دا دې چې په جے ائى ټى باندې فېصله زوړ بينچ ورکړى
فواد چوهدرى دا مطالبه هم اوکړه چې د جے ائى ټى هفته وار رپورټ دى پبلک کړې شى چې عوامو ته او درخواست ګزار ته هم د تفتيشى عمل د پرمختګ پته لګى
مراد سعيد د پى ټى ائى د سياسى حکمت عملۍ په حواله ووئيل چې پارټۍ ئې د عوامى رابطې د شروع کولو فېصله کړې او دا رابطه مهم به په اتويشتم اپريل د اسلام اباد جلسې نه شروع کيږى
سينټر شبلى فراز ووئيل چې ميا نوازشريف هميشه د وفاداريانو په بنياد په ادارو کښې بهرتيانې کړى
وائى چې د جسټس اصف سعيد کهوسه مطابق نوازشريف قوم ته پارليمان ته او اعلى عدليې ته دروغ وئيلى
شبلى فراز زياته کړه چې پنځه کسيزه بينچ کښې دوه ججانو خو صفا وئيلى چې نوازشريف امين او صادق نه دې پاتې دريو ججانو هم وئيلى چې نوازشريف معصوم نه دې
شبلى فراز ووئيل چې اپوزيشن ګوندونو فېصله کړې چې د ون پوائنټ ايجنډې لاندې به په پارليمان کښې دجوائنټ اپوزيشن د پليټ فارم نه د وزيراعظم نه د مستعفى کيدو غوښتنه کوو

حصہ