د بهارتي سېنېما نوموړے اداکار ونود کهنه مړ شوے

0
69

د هند سينما لوړ نوم ونود کهنه د کينسر رنځ سره جنګ اوبيلولو ، نوموړي نن د اويا کالو په عمر کښې د ممبئ په يو روغتون کښې ساه ورکړه
ونود کهنه چې نوم ئې د هغه خلقو لپاره نااشنا نه دے چا چې د نن نه شل او ديرش کاله مخکښې د بالى وډ فلمونه کتل ، نن د دې فانى دنيا نه سترګې پټې کړي
د ونود کهنه او پښتونخوا ترمېنځه هم يو خاص تعلق وو ، هغه تعلق داسې جوړ شوے وو چې د ونود زيږون هم د پښتونخوا په سرښار يعنى پېښور کښې په کال نورلس سوه شپږ څلويښتم کښې د کشن چند کهنه په کور کښې شوے وو
د بالى وډ دې ستر اداکار په خپل فلمى کيئرير کښې يو سل څلويښت فلمونو کښې کار کړې چې پکښې پرورش ، هيراپهيري، او مقدر کا سکندر په شان سپر هټ فلمونه شامل دي
مرحوم ونود کهنه د بهارتيا جنتا پارټۍ په ټکټ باندې د پنجاب ګورداسپور علاقې نه د پارليمان غړې هم منتخب شوے وو

حصہ