افغانستان کښې د بمى چاودنې په نتيجه کښې د يوې کورنۍ يوؤلس کسان په حق رسيدلى دى

0
238
Smoke rises from the site of a blast and gunfire between Taliban and Afghan forces in PD 6 in Kabul, Afghanistan March 1, 2017.REUTERS/Mohammad Ismail

د افغانستان لوګرولايت کښې د بمى چاودنې په نتيجه کښې د يوې کورنۍ يوؤلس کسان په حق رسيدلى دى او ننګرهار ولايت کښې يو پوليس اهلکار په ډزو خپل پنځه ملګرى مړه کړى دى
د لوګرد والى وياند سليم صالح خبرى ادارو ته وئيلى دى چې محمدآغا اولسوالۍ کښې د عام وګړو په ګاډى مائن چاودنه شوې چې پکښې يوؤلس کسان په حق رسيدلى او درې تنه ژوبل شوى دى
د هغه وينا وه چې په حق رسيدلى کسانو کښې پنځه زنانه او پنځه ماشومان هم شامل دى او دا چې د دې ټولو کسانو تعلق يوې کورنې سره دى او دوى د واده يوه دستوره کښې ګډون لپاره روان وو چې ګاډى ئې د بمى چاودنې ښکار شوېدے
بلخواننګرهارولايت کښې يو پوليس اهلکار په ډزو خپل پنځه ملګرى مړه کړى دى
د ننګرهارد والى وياندعطاء الله خوګيانى لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې دا پيښه غنى خېل اولسوالۍ کښې رامخې ته شوېده
پيښه کښې دوه پوليس اهلکار ژوبل هم دى
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې حملې ذمه وارى قبوله کړى او وئيلې ئې دى چې حمله کوونکى تن دوى سره يو ځائې شوى وو او دا چې هغه د دغه پوليس اهلکارو وسله هم د ځان سره راوړې ده

حصہ