ايران کښې د نوى صدر انتخاب لپاره اليکشن عمل مکمل شو

0
37

ايران کښې د نوى صدر انتخاب لپاره اليکشن عمل مکمل شو،اوس د ووټونو شميرلو عمل جارى دے د کوم وروستو به چې حسن روحانى يا ابراهيم رئيس کښې يو اميدوار د اسلامى جمهوريه ايران صدر منتخب شى
ايران کښې صدارتى اليکشن په داسې وخت کښې منعقد شول چې د تهران او عرب ملکونو ترمينځه اختلافاتو د شديدکشيدګۍ شکل اختيار کړېدے
سحر راهسې د ملک په لر او بر کښې اهل ووټرانو خپل حق رائے دهې استعمال کړى،اوس د اليکشن عمل مکمل شوے او د ووټونو شميرلو عمل شورو شوېدے
د ايران اليکشن قوانين مطابق که چرې يو کانديد هم پنځوس فيصده ووټونه وانخستل نو بيا به د اليکشن دوئمه مرحله کيږى
دې صدارتى اليکشن کښې د موجوده اصلاح پسند صدر حسن روحانى او قدامت پرست ابراهيم رئيس ترمينځه سخته مقابله وه

حصہ